د میدان وردګو ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۴ - ۲۱:۳۲

د مراجعینو چارو ته د ښې رسیدګي په موخه، د میدان وردګو ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې پکې د ولسوالیو په شمول د اړوندو څانګو کارکوونکو حضور درلود.

په دې غونډه کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د کور په کور سروې، د مجردو شهیدانو د ثبت څرنګوالي، د ملکي شهیدانو د کره ارقامو د راټولولو په هکله کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.

همداراز د شهیدانو کورنیو او معلولینو غوښتنو او ستونزو ته د ښې رسیدګي په هکله هم ټينګار وشو

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۹:۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت اشکمش ولسوالۍ ته سفر وکړ

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي د ياد ولايت. . .

BACK TO NEWS