د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په هلمند ولایت کې له یو شمېر معلولینو سره نغدي مرسته وکړه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۱:۱۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ یو پلاوي چې د معلولینو د تثبیت آمر محترم حافظ عبدالکریم یې ملتیا کوله، په هلمند ولایت کې د (۲۱) تنو هغو مجاهد معلولینو سره چې د تېر شل کلن اشغال پر مهال یې د خپل بدن دوه غړي له لاسه ورکړي وو، له نږدې وکتل، د یادو معلولينو سره یې خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، ستونزې او غوښتنې واورېدې او هر مستحق معلول سره یې یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې محترم مولوي کلیم الله افغان تر دې وړاندې په غزني او زابل ولایتونو کې هم د ځينو معلولینو سره ورته نغدي مرستې ترسره کړې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS