د غزني او میدان وردک ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مرکزي مفتیشينو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د کورنۍ پلټنې رياست دوه تنو کارکوونکو هر یو محترم علي جان محمدي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د غزني او میدان وردک ولايتونو د شهیدانو او معلولینو چارو رياستونو له لوري په (۱۴۰۳) مالي کال کې ترسره شوي فعاليتونه او کړنې په هر اړخیزه توګه بررسي کړې.
یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او د یادو ریاستونو نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې، شته ستونزې او نیمګړتیاوې په نښه او د ښې رسيدګي په موخه یې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
