د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې (۱۲۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۸:۳۴
mmd

د HHRD نړيوالې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو د پالنې مرکز اړوند د فني او حرفوي زده کړو پر (۱۲۳) تنو زده کوونکو باندې مرستې ووېشل شوې په یادو مرستو کې وریجې، لوبیا، بوره او مالګه شامل وه. همداراز هر زده کوونکي ته (۷۱۶۰) افغانۍ د نغدې مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد،  د فني او حرفوي زده کړو آمر  محترم ګل احمد عثماني او د یادې مؤسسې استازو حضور درلود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS