د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د کاري وړتیا لوړونې ورکشاپ د جوړولو په تړاو مشورتي غونډه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۹:۱۷

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دې وزارت کارکوونکو لپاره د کاري ظرفیت لوړولو په موخه د روزنیز ورکشاپ د جوړولو په اړه مشورتي غونډه ترسره شوه، دغه روزنیز ورکشاپ چې د یوې مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ په لاره اچول کېږي، په هغه کې به د وزارت د مرکزي ریاستونو (۵۰) تنو کارکوونکو ته په مالي او اداري، پروپوزل لیکنې، اداري مراسلاتو او د څارنې او ارزونې په برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي.

یاده مشورتي غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې وه، په هغه کې د وزارت مقام د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، ځینو نورو رئيسانو او یو شمېر آمرینو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د کارکوونکو لپاره د روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې، د یاد ورکشاپ پر لاره اچول یې د کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یو مهم او اغېزمن ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې د ریاستونو رئيسان دی باید هغه کارکوونکي ور وپېژني چې د اداري چارو په برخه کې نیمګړتیاوې لري، څو په اغېزمن ډول هغوی ته رسیدګي وشي. 

همداراز د غونډې ګډونوالو هم د یاد روزنیز ورکشاپ د اغېزمنتیا په موخه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، د دې ترڅنګ په غونډه کې د دعوت او ارشاد په برخه کې د کارکوونکو لپاره د اصلاحي او تربیوي روزنیز ورکشاپ د دایرولو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې پر (۸۰۰) مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (۸۰۰)  مستحقو کورنيو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، وریجې او ځینې نور خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۴۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۳) لکه، (۸۰) زره او (۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د اقتصادي، ټولنیز او ظرفیت لوړولو (ODESC) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو، معلولینو او نورو زیانمن شویو ځوانانو ته د مسلکي مهارتونو د زده کړې په موخه، د (ODESC) مؤسسې سره (۳) لکه، (۸۰) زره او (۱۰۰. . .

BACK TO NEWS