د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره د (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۳:۲۳
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست په هلو ځلو د ترکیې هېواد د ندا‌ء الخیر مؤسسې له لوري د پنځوسو (۵۰) برېښنایي چپرکټونو مرسته ترسره شوه.

د یادو چپرکټونو له جملې څخه (۲۰) یې په هرات ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ته وسپارل شول تر څو له هغه ځایه د ګاونډیو ولایتونو فلج معلولینو ته ووېشل شي او پاتې دېرش (۳۰) چپرکټونه د سرې میاشتې مرکزي دفتر له لارې کابل ته ورسیدل چې د وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس ته وسپارل شو تر څو مستحقو فلج معلولینو ته ووېشل شي.

دغه برېښنايي چپرکټونه د معلولینو لپاره ډېر ګټور دي، ځکه چې ځانګړو امکاناتو سره ډیزاین شوي، د دې چپرکټونو کارول د معلولینو سره مرسته کوي چې پرته د نورو کسانو له مرستې، د خپل بدن حرکتونه تنظیم کړي.

محترم ملا صدوخان حق شناس د ترکیې هېواد د نداء الخیر مؤسسې څخه یې مننه وکړه او دغه مرسته یې د معلولینو ژوند د ښه کولو او د هغوی د هوساینې په برخه کې یو مؤثر ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۵:۴۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند فراه ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې د هېواد لوېدیځ ولایتونو ته په سفر تللی، د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د مجردو شهیدانو کورنیو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۲۰
Background image

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د ياد ولايت څلورو ولسوالیو ته سفر وکړ

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا عبدالحکیم دانش په مشرۍ يو پلاوي چې د یاد رياست مدیرانو یې ملتيا کوله، د‌ شهیدانو کورنیو او معلولینو د‌ وضعیت د ارزونې په موخه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۹:۱۸
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي. . .

BACK TO NEWS