د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا د لوړولو په موخه زده‌کړه‌ ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۱:۴۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست اړوند کارکوونکو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري، د فورمو په وېشلو سره زده‌کړه ‌ییزه اړتیا سنجونه ترسره شوه، په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې محترم پلاوي، د دې وزارت د استخدام آمر محترم مولوي عبدالصمد حماد، د سوانحو او ارزونې آمر محترم کریم الله فاروقي، د ادارې پراختیا او ظرفیت لوړولو آمر محترم عزیز احمد احمدي او د یاد ریاست کارکوونکو شتون درلود.

د دې پروګرام اصلي موخه دا وه چې د کارکوونکو زده‌کړه‌ ییزې اړتیاوې وپېژندل شي، د هغوی د مسلکي مهارتونو کچه وارزول شي، همدارنګه د ادارې هغه برخې چې پکې کمزورتیا یا خلا شتون ولري، په دقیق ډول تشخیص او د دې اړتیا سنجونې پر بنسټ به اړین روزنیز پروګرامونه ترتیب او تطبیق شي، تر څو د کارکوونکو مسلکي او مهارتي وړتیاوې لوړې او د اداري سیستم مؤثریت نور هم زیات شي.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د هیواد د تېرو جګړو له امله د اداري جوړښتونو د زیانمن کېدو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه د اداري چارو د اصلاح، د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او مراجعینو ته د باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ډیر ارزښتناک دي او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له محترم پلاوي یې غوښتنه وکړه چې دا لړۍ لا پراخه کړي تر څو یو فعال او ځواب ‌ویونکی اداري سیسټم رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS