د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۹:۳۹

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئيس محترم مولوي شاه محمد دوست په مشرۍ په یاد ریاست کې د چارو د لاښه والي او د لازمې همغږۍ د تأمین په موخه اداري غونډه ترسره شوه، چې په هغه کې د ولایتونو د انسجام او همغږۍ آمر محترم مولوي عبدالله، د اسناد او ارتباط آمر محترم مولوي ولي الله، د وزارت د مقام سکرتر محترم قاري نورمحمد نوراني او د اړوندو څانګو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي شاه محمد دوست یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د منظم، پر وخت او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه مفصلې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې له مراجعینو سره دې په درناوي او مهربانۍ چلند وشي، هغوی ته دې لازمې اسانتیاوې برابرې او ستونزو او غوښتنو ته دې پر وخت او د زړه له اخلاصه رسیدګي وشي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د دفتر رئیس له ټولو کارکوونکو وغوښتل، چې د خپلو سپارل شویو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې بشپړه همغږي، همکاري او د مسؤلیت احساس ولري او د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړوند چارو ته دې له خنډ او ځنډ پرته رسیدګي وکړي.

د غونډې په پای کې ګډونوالو هم د کاري بهیر د لا ښه ‌والي په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او د محترم مولوي شاه محمد دوست لخوا هغوی ته په اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۸:۵۱
Background image

په پکتیا ولایت کې (۷۵) مستحقو کسانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نصیر خیریه بنسټ سره په همغږۍ د ځدراڼ ولسوالۍ اړوند پر (۷۵) تنو مستحقو یتیمانو او کونډو باندې نغدي مرستې ووېشلې، یادې نغدي مرستې چې هره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

په پروان ولایت کې پر (۱۳۰) تنو مستحقو کسانو باندې د ژمنیو مرستو وېش

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ژمي په یخنۍ کې د یتیمانو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۳۰) تنو مستحقو یتیمانو او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

په پروان ولایت کې سل (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته ژمنۍ مرستې وویشل شوې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په همکارۍ د دې ولایت په سالنګ ولسوالۍ کې پر (۱۰۰) تنو یتیمانو او معلولینو باندې مرستې وېشلې، چې پکې د ګاز بالون،. . .

BACK TO NEWS