د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش ریاست يو پلاوي یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي څیړلو په موخه د نیمروز ولایت څخانسور ولسوالۍ ته سفر وکړ

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۰:۱۲
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د تفتیش آمر ښاغلي مولوي امان الله جمالي په مشرۍ يو پلاوي چې د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس  او همداراز د یاد وزارت د داخلي تفتیش ریاست دوه مسلکي غړو هر یو ښاغلي سید رضا رضايي او ښاغلي امین الله امیني یې ملتیا کوله، د نیمروز ولایت چخانسور ولسوالۍ ته یې د سفر په ترڅ کې د یو شمېر یتیمانو کورنېو سره له نږدې وکتل د هغوی ستونزې او غوښتنې یي واوریدې او یتیمانو سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۲۳
Background image

د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د پالنې په مرکز کې د کاري بهیر د لاښه والي په موخه اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د ښه سمون او د فني او حرفوي زده کړو زده کوونکو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د مرکز رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني په مشرۍ په یاد ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د فعالیتونو او کړنو څخه بررسي ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې ریاست د مرکزي مفتشینو آمر محترم مولوي امان الله جمالي په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست اړوند کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي او محترم. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۱۸
Background image

د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا سنجونې" تر عنوان لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې ترسره شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د "تحصیلي رشتو لپاره د کاري فرصتونو د اړتیا معلومولو" تر سرلیک لاندې پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په عمومي تالار کې د مالي او اداري چارو. . .

BACK TO NEWS