د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي په کندهار او هلمند ولایتونو کې د یاد وزارت د اړوند ریاستونو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۳ - ۱۳:۵۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوی چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال ښاغلی شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني کوي او په ترکیب کې د نوموړي وزارت د دفتر رئیس ښاغلی قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتيش رئيس ښاغلی مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس ښاغلی مولوي عبدالنافع منتفع او د پلانونو د تطبیق او ارزونې  آمر ښاغلی قاري سید اسحاق سعید شامل دي، په کندهار او هلمند ولايتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو د کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

ولایتونو ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال د سفر اصلي موخه د یاد وزارت په اړوند ریاستونو کې د شته خنډونو او ننګونو لرې کول بلل شوې ده.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال په اداري برخو کې د پرتو ستونزو د حل په موخه او همدارنګه د شهیدانو وارثینو او معلولینو سره د اسلامي امارت له اصولو او مقرراتو مطابق غوره چلند په برخه کې اړوند ریاستونو مسؤلینو او کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همدارنګه نوموړي د یاد ریاستونو کارکوونکو او مسؤلینو ته هدایت ورکړ تر څو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو ته پر وخت او په شفاف ډول د حقوقو او امتیازاتو په رسولو کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي.

د یادې لیدنې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت باصلاحیته پلاوي د يادو ریاستونو مسؤلينو او کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د څرنګوالي په هکله يو لړ اغېزمنې او لازمې لارښوونې هم وړاندې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۵۲
Background image

په هلمند ولايت کې (۲۰۰) تنو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت پر (۲۰۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ويلچرونه ووېشل، همداراز هر مستحق معلول ته (۱۰۰۰) افغانۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۸
Background image

د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښې همغږۍ او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره او معیاري خدمتونو وړاندې کولو په موخه، د هرات ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج مولوي علاؤ الدین. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

په بلخ ولایت کې د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت او ورسره مل پلاوي د یاد ولایت اړوند شورتپې ولسوالۍ ته یې سفر پر مهال د یو شمېر شهیدانو کورنيو سره یې له نږدې وکتل،. . .

BACK TO NEWS