د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د نصیر خیریه بنسټ ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي په موخه د نصیر خیریه بنسټ سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د کابل ولایت اړوند (۱۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروژه به د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ تطبیق شي.
