د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په کابل کې د ترکيې هېواد له سفیر سره وکتل

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۹:۱۸
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په کابل کې د ترکیې سفیر محترم جنک اونال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل، د دې لیدنې پر مهال د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي احسان الله حقاني، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ترکیې هېواد د هلال احمر کمېټې رئیس محترم نعیم‌ الله کریمي هم حضور درلود.

په دې لیدنه کې محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند د ترکيې هېواد سفیر ته ښه راغلاست وویل، د یتیمانو، کونډو، معلولینو او له نورو اړمنو خلکو سره یې د ترکیې هېواد له ترسره شویو مرستو څخه مننه او قدرداني وکړه، د هغوی لپاره یې د لازیاتو مرستو پر چمتو کولو او په بېلابېلو برخو کې د هغوی د ملاتړ پر دوام یې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر محترم جنک اونال په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اوږد مهاله دوستانه اړیکو یادونه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې دوی به هڅه وکړي چې د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ستونزې او اړتیاوې د خپل هېواد له خیریه بنسټونو او ادارو سره شریکې کړي، تر څو د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې چمتو او ستونزو ته یې رسیدګي وشي.

همداراز په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان هم د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو د تثبیت او ثبت په بهیر کې د پوره شفافیت د تأمین په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له (۶۵۰) زرو څخه زیاتو ثبت شويو یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولینو ته، پرته له هر ډول تبعیض څخه، په مساوي ډول میاشتني نغدي مساعدتونه ورکوي، چې دا مساعدتونه که څه هم د دوی د ژوند لومړنیو اړتیاوو د رفع کولو لپاره مرسته کوي، خو  بسنه نه کوي او په کار ده چې نړیوال بنسټونه او خیریه مؤسسات هم له دې وزارت سره په همغږۍ د دې اړمن قشر لاسنیوی وکړي.

محترم مولوي کلیم الله افغان ټینګار وکړ چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ملاتړ او د هغوی لپاره د مرستو برابرول د ټولو دیني او انساني وجیبه ده او باید د دې اړمن او زیانمن شوي قشر لپاره لازمې مرستې چمتو شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۶
Background image

په کندهار ولایت کې پر (۵۰۰) مستحقو کورنيو باندې ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو رياست د ژمي موسم په رانږدې کيدو سره د شهیدانو او معلولینو کورنیو د لاسنیوي په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په همکارۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۵۰۰) مستحق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۰:۵
Background image

په لوګر ولایت کې (۱۰۲) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د ستونزو راکمولو په موخه د احساس خیریه مؤسسې په همغږۍ د یاد ولایت اړوند پر (۱۰۲) تنو مستحقو یتیمانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو. . .

BACK TO NEWS