د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجيد آخند د مدینه جامعة الاسلامیه دارالعلوم او د عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه دارالایتام د نوي تعليمي کال په پرانیست غونډه کې ګډون وکړ

nasrat_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۹
mmd

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ په کټه خېلو سیمه کې جوړه شوې وه، په هغه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند، د مسلکي او تخنيکي چارو مرستیال محترم الحاج ملا عبدالرزاق آخند، د شهيدانو او معلولینو چارو مرستيال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني، د دې وزارت یو شمېر رئیسانو، آمرینو، علماؤ او مخورو ګډون کړی وو.

د مدرسې د نوي تعليمي کال په پرانیست غونډه کې د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شېخ صاحب عبدالحکیم حقاني د دیني مراکزو او مدرسو د اهميت او ارزښت په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه:

د دې مدرسې جوړول زموږ او ستاسو لپاره د سعادت او نېکمرغۍ نښه ده که چيرته د یو کلي یا سیمې مدرسه او جومات آباد او ښېرازه وي، نو یقیناً هغه کلی هم آباد او ښېرازه دی.

محترم شېخ صاحب په دې غونډه کې وويل: د دین په کار کې ډیر استقامت ته ضرورت دی او باید د اقتصادي ستونزو او د هر ډول ستړیاوو په وړاندې له پوره زغم او صبر څخه کار واخيستل شي، او دا هغه څه دي چې د دنیوي او اخروي برياليتوبونو سبب ګرځي.

د شهيدانو او معلولینو چارو مرستیال همداراز د مدرسې له مسؤلینو وغوښتل تر څو خلکو سره له پوره احسان او نيکو اخلاقو څخه کار واخلي او په ورته وخت کې يې پر ځايي اوسېدونکو هم غږ وکړ تر څو لاسونه سره یو کړي او د دې مدرسې په آبادۍ کې پوره ونډه واخلي.

په دې غونډه کې د دې وزارت د مالي او حسابي چارو رئيس محترم قاري محمد امین درویش هم د یادې مدرسې په هکله معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې په یادې مدرسې کې به د زده کوونکو عقیدتي، عملي او اخلاقي اړخونو ته پوره پاملرنه کيږي.

همداراز په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د اسلام په سپيڅلي دين کې د مدرسې د ارزښت او لوړ مقام په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل: مدرسه د اسلام په مقدس دین کې ځانګړې اهمیت لري او هغه خلک چې جوماتونه جوړوي د هغوی لپاره خدای جل جلاله په جنت کې یوه خونه ځانګړې کوي او د جوماتونو لپاره د اړتیا وړ توکو چمتو کول صدقه جاریه ده.

د يادونې وړ ده چې په یاد دارالعلوم او دارالایتام کې اوس مهال (۴۰۰) تنه زده کوونکو ته د ديني علومو زده کړې ورکول کېږي او (۴۰) تنو ته یې د استوګنې لپاره د لیلیې امکانات هم چمتو شوې دي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په بامیانو ولايت کې (۹۵) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې

د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په دې ولايت کې د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۵) د شهیدانو کورنېو باندې مرستې ووېشلې چې هرې کورنې ته د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۳:۳۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور د تصفیې پروسې بهیر په ښه توګه روان دی

د یتیمانو، کونډو او معلولینو د تثبیت او ثبت په پروسه کې د لا شفافیت رامنځته کولو په موخه د کاپیسا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په دې ولايت کې د کور په کور د تصفیې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۲:۳۸
Background image

د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس په دې ولايت کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د کور په کور تصفیې بهیر څخه بررسي وکړه

د لغمان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم الحاج فیض الله جواد د دې ولایت اړوند په باد پښ ولسوالۍ کې د شهيدانو ورثه ؤ او معلولینو د کور په کور د تصفیې بهیر څخه بررسي ترسره کړه.. . .

BACK TO NEWS