د بین الوزارتي کمیټې د غړو او نړیوالو همکارو بنسټونو تر مینځ کاري ناسته ترسره شوه

mmd_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۱۲:۲۲
۱

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي په موخه د بین الوزارتي کمیټې د غړو او نړیوالو همکارو بنسټونو تر مینځ کاري ناسته ترسره شوه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مرستیال ښاغلي بشیر احمد ولي، ښځو چارو، عامې روغتیا وزارتونو استازو او د ملګرو ملتونو او کومک موسسې مسولینو تر منځ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي په موخه کاري ناسته ترسره شوه، چې معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کاري فرصتونو برابرول، د روغتیایي اسانتیاوو چمتو کول، د عمل د ملي برنامې او د لس کلنې ملي ستراتیژۍ پر پلیګي کولو هر اړخیزې خبرې وشوې.

سربېره پر دې د یادو ادارو ټولو استازو د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي په موخه خپل کاري پلانونه ګډونوالو ته وړاندی کړل. ټولو همکارو بنسټونو د مختلفو لارو چارو او مېکانېزمونو د هر اړخیز بحث او نظریاتو شریکولو تر څنګ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته د رسیدګي ژمنه وکړه.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

په کندهار ولايت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقینو باندې خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) تنو مستحقو کونډو باندې خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل.

د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۸
Background image

په بلخ ولایت کې له (١١٠ ) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د شهیدانو او معلولینو پر (١١٠) مستحقو کورنیو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۱۷
Background image

د فراه ولایت والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه

د فراه ولایت محترم والي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له فعالیتونو، کړنو او یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له بهیر څخه ليدنه وکړه، د لیدنې پر مهال د یاد ریاست. . .

BACK TO NEWS