دشهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست تخنیکي پلاوي پخپل وار سره د سرپل ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم څخه څارنه ترسره کړه .

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۹:۱۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ډېټابېس او معلوماتو د سیسټم ریاست اړوند د ایم ای ایس آمر محترم انجنیر الله محمد دوست  په مشرۍ یوه تخنیکي پلاوي چې محترم شکرالله اوریا، محترم بختیار اریوبی او محترم اجمل اندړ یې ملتیا کوله، دا ځل د سرپل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یتیمانو، کونډو او معلولینو د نوي الکټرونیکي سیسټم له چارو څخه هر اړخیزه څارنه ترسره کړه او د یاد سیسټم د لامؤثریت  په موخه یی اړوند کارکوونکو ته لازمې سپارښتنو او لارښونو تر څنګ محترم انجنیر الله محمد د سرعت سره سره د دقت په پام کی نیول اړین وبلل .

په ورته وخت کې د سرپل  ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس  له یادی پروسی څخه خوښی څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د تخنیکي ټیم له خوا ترسره شويو اصلاحاتو او سپارښتنو ته به پوره پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۴۵۰) تنو اړمنو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ولایت اړوند پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو مېرمنو، معلولینو او اړمنو کسانو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۹:۵
Background image

په پروان ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو مرستې ترلاسه کړې

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشلې، په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۸
Background image

په کندهار ولايت کې د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د‌ کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د یتیمانو، کونډو مېرمنو او معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۴۰۰). . .

BACK TO NEWS