د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د (SCAWNO) مؤسسې ترمنځ د څه باندې (۹) لکه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
Sun, Mar 08 2026 10:24 AM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او د اړتیاوو د پوره کولو (SCAWNO) مؤسسې سره د (۹) لکه او (۴۰۹۲) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک پر اساس به، په بغلان او کنړ ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۲۵۹۵) تنو مستحقینو ته د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د لبنیاتو تولید او پروسس، د سبزیجاتو د کرنې، د موبایل ترمیم او نورو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شي. همداراز یادو کسانو ته به د فراغت وروسته د کار د پيل کولو لپاره اړین وسایل او امکانات هم برابر شي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې رئيس محترم عبدالاحد زاهد ترمنځ لاسلیک شو، د کنړ او بغلان ولایتونو د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو سره په همغږۍ به د (۱۰) میاشتو په موده کې تطبیق شي.

د هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال محترم مولوي ثناء الله فرقاني د یادې خیریه مؤسسې له مسؤل سره یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اړتیاوې شریکې کړې او د یاد قشر لپاره یې د لازیاتو مرستو غوښتنه وکړ.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS