په غزني ولایت کې سلګونو تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري، د (IHH) خیریه مؤسسه سره په همغږۍ، پر سلګونو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې.
په دغو مرستو کې د (۲۵۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره خوراکي توکي او همدارنګه د (۲۵۰) تنو یتیمانو لپاره ژمنۍ البسه په پام کې نیول شوې وه، چې په شفاف او منظم ډول پر مستحقو کسانو ووېشل شوه.
د مرستو د وېش پر مهال د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر محترم مولوي سیدمحمد ابو عرفان، د ولایت مقام، د اقتصاد ریاست استازو او د یادې خیریه مؤسسې مسؤلینو حضور درلود.
