د غزني ولایت په اجرستان ولسوالۍ کې د یتیمانو او معلولینو د اسنادو سروې او بررسۍ ترسره شوه
د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد انور برادر، د یاد ولایت اجرستان ولسوالۍ ته سفر وکړ، تر څو د شهیدانو ورثه وو او معلولینو سروې ترسره او اسناد یې له نږدې وڅېړي.
محترم مولوي محمد انور برادر همداراز له (۷۰) تنو ثبت شويو معلوليت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واورېدې، او هغوی ته يې د اسلامي امارت د مشرانو د شفقت او پاملرنې ډاډ ورکړ.
همداراز، د دې سفر په ترڅ کې د (۶۱۵) تنو یتیمانو اسناد هم و ارزول شول.
په ورته وخت کې معلولیت لرونکو وګړو هم د شهيدانو او معلولينو چارو رياست کړنې وستایلې او د اسلامي امارت د مشرانو له ځانګړې پاملرنې او شفقت څخه یې مننه وکړه.