د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د فراه ولایت له والي سره وکتل

nasrat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۱۴:۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال محترم شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني د فراه ولایت له والي محترم الحاج مولوي غوث الدین رهبر سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د شهيدانو او معلولينو چارو مرستیال د شهيدانو ورثه ؤ او معلولينو پر وړاندې د شته ستونزو د حل او هغوی ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړې او زياته يې کړه: په ١٤٠٢ مالي کال کې دې وزارت يوولس میلیارده افغانۍ د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د میاشتنۍ نغذي مساعدتونو په توګه  په شفاف ډول ورکړې دي. دا وزارت د یتیمانو، کونډو او معلولينو کره شمېره په اختیار کې لري چې د هغې پر بنسټ هر ولايت ته بوديجه ځانګړې کیږي.

هغه زیاته کړه: د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت هڅه کوي چې له ځينو خيريه بنسټونو او مؤسسو سره په همغږۍ د هېواد په ټولو ولايتونو کې د شهيدانو وارثینو او معلولينو باندې مرستې په مساویانه او متوازن ډول وویشي.

په دې کتنه کې د فراه والي د یاد ولایت د يتيمانو، کونډو او معلولينو د ستونزو او ننګونو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: يتيمان، کونډې او معلولین د دې ټولنې اړمن او ځوریدلی قشر دی او لازمه ده چې په دغه ولايت کې د دوی لپاره لازیاتې آسانتیاوې برابرې او د دوی ستونزو ته په بشپړه توګه رسیدګي وشي.

هغه همداراز د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره د اداري ودانۍ نه شتون، دغه ریاست ته د بودیجې زیاتوالی، د یاد ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د لا زیاتو مرستو اختصاص او د معلولینو لپاره په فراه ولایت کې د فزیکي بیاوړتیاموندنې د مرکز جوړولو په هکله خبرې وکړې او په یادو برخو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبري څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې د شهیدانو او معلولینو چارو مرستیال شیخ صاحب عبدالحکیم حقاني وویل: زموږ اساسي موخه د دې اړمن او ځوریدلي قشر خدمت کول دي او هڅه کوو چې دې قشر ته لا زیاتې مرستې راجلب کړو او هغوی ته لا نورې اسانتیاوې هم برابرې کړو. هغه همداراز په یو شمېر ولایتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو د رياستونو لپاره د اداري ودانېو د نشتون يادونه وکړه او ويې ويل چې دې وزارت په ډېرېو ولايتونو کې د اداري ودانېو د نشتون له ستونزې سره مخ ؤ چې یاده ستونزه تر يوې کچې پورې حل شوې او د وزارت رهبري هڅه کوي تر څو دا ستونزه په بشپړه توګه حل کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۰
Background image

به (۸۱) تن ایتام مستحق در ناحیۀ هفدهم شهر کابل کمک های مواد غذایی توزیع گردید

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای حمایت و رسیدگی به نیازمندی های روزمره ایتام در هماهنگی با مؤسسه امداد نور برای (۸۱) تن ایتام بسته های کمک را که شامل آرد، روغن، برنج، سایر مواد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

برای ده (۱۰) تن از افراد مستحق در ولایت فاریاب ریکشا توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت فاریاب به همکاری مالی مؤسسه خیریه(ZFA) به منظور خودکفایی اقتصادی خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت، برای ده (۱۰) تن از ایتام و معلولین ریکشاهای. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

رئیس امور شهداء و معلولین پنجشیر به ولسوالی درۀ آن ولایت سفر نمود

محترم قاری عنایت‌ الله مولوی‌زاده رئیس امور شهداء و معلولین ولایت پنجشیر در جریان سفر خویش به ولسوالی دره، ضمن دیدار با محترم محمدعلی حق‌ شناس ولسوال آن ولسوالی، از شماری خانواده‌های نو. . .

BACK TO NEWS