د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوي رئیس معرفي او په کار یې پېل وکړ

nasrat_admin
Sat, Sep 21 2024 9:07 AM
mmd

محترم مولوي احسان الله عابد د ریاست الوزرأ عالي مقام د حکم پر بنسټ او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مقام د لزوم دید او وړاندیز پر اساس د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو ریاست، د نوي رئیس په توګه د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر رئیس محترم قاري شاه محمد دوست له خوا د دې ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. همداراز په دغه تعرفي غونډه کې د بغلان ولايت د مقام دفتر رٸيس مولوي لعل جان او ځينو نورو مسٸولينو حضور درلود ـ  ښاغلي قاري صاحب شاه محمد دوست د تعرف تر څنګ يتيمانو معلولينو او کونډو ته د مساعدتونو مهانو په هکله خبرې وکړې او زياته يې کړه چې بايد د منظورې شوې طرحې موافق مياشتنى مساعدتونه حواله او د رياست اړوند ستونزې او مشورې د وزارت له مشرتابه شريکې کړل شي ـ هغه همدا راز د ځينو شهيدانو له کورنيو سره له نږدې وکتل او يوه اندازه نغدي مرسته يې ورسره وکړه

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS