د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي په سمنګان ولایت کې د دغه وزارت له اړوند ریاست څخه ارزونه وکړه

nasrat_admin
Sat, Sep 17 2022 5:03 PM
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي چې په کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست استازی هم شامل دی، د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست فعالیتونه او کړنې یې په هر اړخیزه توګه وارزولې.

نوموړي پلاوي د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې د څرنګوالي په هکله د یاد ریاست کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې او له هغوې څخه يې وغوښتل چې د دې اړمن قشر د حقوقو پر وخت د ورکړې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

دغه راز د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کليم الله افغان د نوموړي ریاست د ارزونې په ترڅ کې د اړوند ریاست له مسؤلينو وغوښتل، تر څو د بوديجې پر ځای لګولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي او یاد رياست ته ځانګړې شوې بودیجه په شفافه او پر وخت مصرف کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني هم په دې اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو او معلولینو د تثبیت پروسه باید د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کړنلارې مطابق ترسره شي تر څو د تثبیت په پروسه کې د جعل او تذویر مخنيوی وشي.

د دغه وزارت د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع هم د سمنګان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کارکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

په پام کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوی به د بلخ، سرپل او کندز ولايتونو کې د دغه وزارت له اړوندو رياستونو څخه څېړنه او ارزونه وکړي.

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS