د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د جمهور رییس دویم مرستیال سره وکتل

sadiq_admin
Wed, Feb 24 2021 9:04 AM
dd

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د جمهور رییس دویم مرستیال سره وکتل

د ناستې په پیل کې ښاغلي فاروقي د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د ځانګړې پاملرنې او د یوه خپلواک بودجوي واحد په توګه د وزارت د ارتقاء په اړه د جلالتمآب استاد سرور دانش له همکاریو مننه وکړه ویې ویل: جلالتمآب جمهور رییس او ستاسې د ځانګړی پاملرنې له امله نن د شهیدانو ورثه او معلولیت لرونکي وګړي د یوې خپلواکې ادارې خاوندان دي. هیله ده راتلوونکي کې هم د دې قشر د ملاتړ په موخه یادې ادارې سره همکاري وکړي.

ښاغلي فاروقي په مرکز او ولایتونو کې د شهیدانو د ورثې او معلولینو د اسنادو او وثیقو د څېړنې او ارزونې په اړه وویل: په مرکز او ولایتونو کې ۶۰ سلنه اسنادونه څېړل شوي او ځیني غیر قانوني اسناد تثبیت او رد شوي دي. پر دې سربېره د فساد مخنیوي او د خدمتونو د چټکتیا په موخه د برېښنایي سیستم تطبیق اړین وګڼ او په دې اړه یې د الیکترونیکي تذکرو اخیستل او د سیستم د تطبیق لپاره خپل پلانونه روښانه کړه.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې د معلولینو د لس کلنې ملي ستراتیژي مسوده نهايي او د تطبیق لپاره يې د عمل جوړ شوی، چې د جلالتمآب جمهور رییس له تایید وروسته به پلي شي. ښاغلي فاروقي وویل، د شهیدانو د وارثینو ، معلولینو او نادرکه شویو د حقوقو او امتیازاتو قانون د تعدیل طرحه د وزارت د حقوقي متخصصینو لخوا نهايي او د عدليي محترم وزارت ته لېږل شوې چې وروسته به د کابینې د تقنین فرعي کمیټې ته راجع او د قانون له تعدیل سره د معلولینو تر منځ تفکیک ختم شي. ښاغلي فاروقي یاد قشر ته د تحصیلي بورسیو ورکړه، کارموندنه، ظرفیت لوړونه او په ټولنه کې ادغام له اساسي پلانونو وباله او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو سره يې په دې اړه د لیدنو راپور شریک کړ.

د جمهور رییس دویم مرستیال جلالتمآب استاد سرور دانش ښاغلي فاروقي او د وزارت مشرتابه پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د ښاغلي فاروقي ګمارنه يې نیک او پرځای ګام وباله وویل، چې د داسې علمي کادر په راتګ سره به دا اداره د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته پر وخت رسیدګي وکړي. جلالتمآب استاد سرور دانش زیاته کړه، د تېرو څو لسیزو جګړو له امله زموږ هېوادوال شهیدان او معلول شوي دي، دې خلکو د هیواد ساتنې په موخه د خپلې کورنۍ او بدن خواږه غړي له لاسه ورکړي دي، اړتیا ده چې دوي ته سمه رسیدګي وشي او ستونزې یې پر وخت حل شي. جلالتمآب استاد سرور دانش د حقوقو ورکړه کې روڼتیا، د اسنادو څېړنې په پروسه کې چټکتیا او د برقي سیستمونو تطبیق يواځینۍ حل لاره وبلله او په دې اړه یې د وزارت وروستۍ کړنې وستایلې وویل: په وزارت کې د روڼتیا د رامنځته کولو په موخه ډیر کار شوی خو لا هم ځینو ولایتونو کې اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لیدل کېږي.

جلالتمآب استاد سرور دانش په ټولو ادارو کې د شهیدانو او معلولینو د حقوقو او امتیازاتو د قانون تطبیق، د ادارو تر منځ همغږۍ او خدمتونو وړاندې کولو کې د برېښنایي سیستمونو څخه ګټه اخیستنه اړین وباله او په دې برخه کې يې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS