ژمن یو چې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره کړو

sadiq_admin
Tue, Feb 16 2021 3:50 PM
یی

ژمن یو چې د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د زده کړو زمینه برابره کړو

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمید الله فاروقي په کابل کې د دوست هېواد مصر له سفیر احمد محمود اسماعیل عثمان سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په پیل کې ښاغلي فاروقي د دوست هېواد سفیر ښاغلي عثمان ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو په اوږدمهاله دوستانه، سیاسي او دپیلوماتیکو اړیکو یې خبرې وکړې وویل، چې د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو څه کم سل کاله پوره کېږي، چې بنسټ یې د دواړو هېوادونو د پخوانیو پاچاهانو شاه غازي امان الله خان او ملک فواد له لوري ایښودل شوی دی.

ښاغلي فاروقي زیاته کړه، چې تاریخي پېښو د دواړو هېوادونو په دوستانه او دیپلوماتیکو اړیکو وخت ناوخت اغېز کړی، خو هیڅ کله هېرې شوې نه دي او دواړو یو بل سره همکاري دومداره ساتلې ده.

ښاغلي فاروقي د دوست هېواد مصر له سفیر مننه وکړه، چې د افغانستان ډېرو ځوانانو ته یې د دې هېواد په الازهر او نورو لویو پوهنتونو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده، د دې تر څنګ یې په هېواد کې دننه هم د ځوانانو د روزنې لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړي دي او په ټولو مسایلو کې یې افغان حکومت سره ښه همغږي او همکاري لرلې ده. ښاغلي فاروقي هیله څرګنده کړه، چې د نورو افغانانو تر څنګ د شهیدانو ورثې او معلولینو ته هم په مصر کې د زده کړو زمینه برابره شي.

د دوست هېواد مصر سفیر وویل، چې هېواد یې هر کال افغان ځوانانو ته لسګونه تحصیلي بورسونه ورکوي او د وړتیا لوړونې برنامې ترسره کوي. نوموړي څرګنده کړه، چې د شهیدانو ورثه او معلولین د ټولنې مستحق خلک دي او ژمن دی، چې په راتلوونکي کې یې هېواد دوی ته هم د لوړو زده کړو په موخه تحصیلي بورسونه چمتو کړي.

ښاغلي عثمان زیاته کړه، چې د وزارت او سفارت تر منځ به دغه ډول ناستې دوامداره وي، تر څو دواړه خواوې د مرستو د تنظیم لپاره مشخصه کړنلاره رامنځته کړي.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS