د شهیدانو د ورثې او معلولینو د وثیقو او اسنادو سمونه او بیاکتنه د قانون پر بنسټ ترسره کېږي

sadiq_admin
Sat, Feb 13 2021 3:37 PM
s

د شهیدانو د ورثې او معلولینو د وثیقو او اسنادو سمونه او بیاکتنه د قانون پر بنسټ ترسره کېږي

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د افغانستان د معلولینو سرتاسري شورا له رییس مسعود ساپي او غړو سره وکتل.

پوهنمل حمیدالله فاروقي له يادې شورا سره ختیځو ولایتونو ته د وروستي سفر د پایلو او لاسته راوړنو په اړه معلومات شريک کړل وويل: د معلولیت لرونکو وګړو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو په پام کې نیولو سره، لازمه ده چې د دوی ټولې غوښتنې او اړتیاوې تشخيص شي او مناسبې حللارې ورته ولټول شي.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د معلولينو مدني بنسټونو په همکارۍ او ملاتړ سره موجوده ستونزې را کميدلی او له منځه تللی شي.

ښاغلي فاروقي همدارنګه د بریښنایي تذکرو په ترلاسه کولو، عامه پوهاوي په لوړولو او له وزارت سره د شورا د همغږۍ پر زياتولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د معلولینو سرتاسري شورا رییس مسعود ساپي ختیځو ولایتونو ته د ښاغلي فاروقي وروستی سفر وستايه او د مننې ترڅنګ يې زياته کړه، چې وزارت ته په راتګ سره مو د شهیدانو ورثې او معلولینو ستونزو او وړاندیزونو ته په پوره حوصله مندۍ غوږ نيولی او د هغوی هر ډول نظر ته مو احترام کړی دی.

ښاغلي ساپي وويل: چې په دولتي او خصوصي ادارو کې د درې سلنه معلولينو ګومارل، زده کړو، د تخنيکي او حرفوي روزنې کچې ته وده ورکول، د سرپناه چمتو کول، روغتيا او د ژوند په نورو برخو کې د معلوليت لرونکو وګړو لپاره له ښاغلي فاروقي د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي ساپي دې ته په اشارې، چې معلولین د ټولنې ترټولو زیان منونکی قشر دی، لازمه ده چې د دولت او خلکو لخوا يې په ښه ډول ملاتړ وشي او دوی ته په ځانګړي احترام قايل شي.

د هغې وړانديزې طرحې چې له ۳۴ ولايتونو څخه معلولینو شورا ته را ليږلې وه، د يادې شورا مالي او اداري مرستيال ښاغلي داوود سيار لخوا ولوستل شوه او پکې د بروکراسۍ ختمولو، سيسټم جوړونې او د اسنادو له سمونې او ارزونې څخه ملاتړ شوی و.

د ناستې په پای کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزير حمیدالله فاروقي د غونډې برخوالو نظرونو او وړاندیزونو ته لنډ ځواب ووایه او زیاته یې کړه، چې د شهیدانو ورثی او معلولینو ټول اسناد د قانون په چوکاټ کې کتل کیږي، څو وکولی شو جعلي او خیالي اسناد تشخيص او له سيسټم څخه پاک کړو.

د پوهنمل فاروقي په خبره چې، د معلولينو لپاره د کارموندنې، زده کړو او فزیکي لاسرسي مسلی مهمي دي او په دې برخه کې بنسټیز اقدامات شوي او د لا زياتې پاملرنې لپاره ورته اراده شتون لري.

 

Latest news

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

The Acting Minister of MMD met with madam Sima Ghani one of Afghan researchers

Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD visited with Sima Ghani the Afghan researcher, and discussed on living condition of hairs of martyrs and people with disabilities. . .

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

BACK TO NEWS