د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزیر، د معلولينو استازو سره د ليدنې پر مهال له اړونده ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو پر تطبيق ټينګار وکړ

sadiq_admin
Mon, Jan 04 2021 10:04 AM
ss

 

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزیر، د معلولينو استازو سره د ليدنې پر مهال له اړونده ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو پر تطبيق ټينګار وکړ

نن يکشنبه د مرغومې په ۱۴مه، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د معترضو معلولينو استازو سره وکتل او د معلولينو د عرفو، استوګنځيو، کارموندنې، زدکړو، د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش او د معاشونو د ورکړې په تړاو يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي آريوبي په دې ليدنه کې له اړونده ادارو سره د شويو هوکړه ليکونو د تطبيق بهير د سستوالي يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې ټولې مسولې ادارې يې پر پلې کولو کې يو شان مسووليت لري.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کابل ښاروالي د معلولينو د عرفو د تخريب لپاره بايد مناسب بديل ولري او له وزارت سره به د شوې هوکړې له مخې د عمل يو کلن پلان هم شريکوي.

ښاغلي آريوبي د استوګنځيو د وېش په بهير کې د موجوده ستونزو یادونه وکړه او زياته يې کړه، چې ددې ستونزې د هواري لپاره د مسولو ادارو هڅې روانې دي.

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير په دې سربېره د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو د معاشاتو د ځنډ په تړاو هم خبرې وکړې او لارښوونه يې وکړه، چې د شهيدانو ټول وارثين او معلولين بايد برېښنايي پېژندپاڼې واخلي، ځکه چې راتلونکي ۱۴۰۰ ه ل، کال کې د ټولو حقوق د برېښنايي پېژندپاڼو له مخې حواله کېږي.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS