د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د شهید اونۍ ونمانځله

content_admin
Sun, Sep 13 2020 2:52 PM
czc

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د شهید اونۍ ونمانځله

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د قرانکریم د ختم په کولو سره د شهید اونۍ ونمانځله.

په یاده غونډه کې د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر بشیر احمد حقپال، د لغمان مرستیال والي، د ولایتي شورا رییس او غړو، د ولایتي ادارو مسولینو، دیني عالمانو، د شهیدانو کورنیو، معلولینو، ځوانانو او د مدني ټولنو استازو ګډون درلود.

په پیل کې د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمر بشیر احمد حقپال د شهید اونۍ په اړه د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر لعل الدین آریوبي پیغام ولوست، چې د شهیدانو روح ته پکې دعا او د دوی د قربانیو او سرښندونو یادونه شوې وه.

د لغمان مرستیال والي، د ولایتي شورا رییس او غړو، دیني عالمانو او نورو ګډونوالو په خپل وار د شهیدانو د مقام، قربانیو، سرښندونو، کارنامو او مبارزو په اړه هر اړخېزې ویناوې وکړې.

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS