د نظامي شهیدانو او معلولینو د تېرو کلونو پاتې حقوق به ورکړل شي

content_admin
Mon, Jun 08 2020 1:39 PM
mmd

د نظامي شهیدانو او معلولینو د تېرو کلونو پاتې حقوق به ورکړل شي

د ننګرهار ولایت د نظامي شهیدانو او معلولینو یو شمېر وارثینو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.

د یاد ولایت د نظامي شهیدانو او معلولینو ورثې د خپلو تېرو کلونو د پاتې حقوقو ترلاسه کولو د موضوع د شریکولو تر څنګ غوښتنه وکړه، چې د نظامي شهیدانو کورنیو او معلولینو ته په ټولو برخو کې پاملرنه زیاته او ستونزو ته یې پر وخت رسیدګي وشي.

ښاغلي آریوبي د هېواد او ملت د دفاع او ساتنې په برخه کې د نظامي شهیدانو او معلولینو قربانۍ وستایلې وویل، چې کورنیو ته یې رسیدګي د دولت مسولیت دی او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د یوه مسول بنسټ په توګه ژمن دی، چې د دوی د ستونزو د حل تر څنګ دوی ته ټولې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې د نظامي شهیدانو او معلولینو د تېرو کلونو د پاتې حقوقو په اړه به دقیقه ارزونه ترسره او د اړتیا وړ بودیجې له برابرېدو وروسته به ټولو ته خپل حقوق ورکړل شي.

ښاغلي آریوبي څرګنده کړه، چې نظامي شهیدان او معلولین د دولت په لومړیتوب کې دي او دوی ته د حقوقو ورکړې سربېره د کارموندنې، اقتصادي پیاوړتیا، ورثې ته د زده کړو او اسانتیاوو برابرولو لپاره بنسټیز پلانونه جوړ او د تطبیق په موخه تر کار لاندې دي.

 

Latest news

Tue, Jul 06 2021 2:27 PM
Background image

An awareness program was held about law of prohibiting harassment of women and children

 

On Tuesday July 6, 2021 Professor Hamidullah Farooqi the Acting Minister of MMD attended at awareness program about law of prohibiting harassment of Women and Children, which was. . .

Thu, Jul 01 2021 10:53 AM
Background image

The starting of distribution land to the families of security & defense martyrs

The MMD sincerely thanks from the President of the Islamic Republic of Afghanistan on distributing 10,000 land grad to the families of Security and Defense martyrs.

BACK TO NEWS