د هلمند ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
fdf

د هلمند ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د هلمند ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور له مخې د دې ولایت اړوند د (۱۱۴۴) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوق د دوی بانکي حسابونو ته استول شوي دي او دوی ته (۷۰۱۹۷۰۱۶) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې ( ۲۱۹۵) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی. دوی ته (۲۷۶۰۷۲۵۶۷) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده، چې د کاري پروسې له نهایي کېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي.
د (۴۱) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ورکړل شوي دي او دوی ته (۲۵۲۹۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې ( ۱۹۹) معلولینو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې د پروسې له بشپړېدو سره به یې بانکي حسابونو ته ولېږل شي. پاتې نظامي معلولینو ته (۲۳۹۵۸۶۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۲۴۶۳) ملکي شهیدانو حقوق د پروسس په حال کې دي، چې ژر به بانکي حسابونو ته ولېږدول شي او (۹۰۷۷۸۲۴۸) افغانۍ بودیجه ورته په پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۳۰۱۵) ملکي معلولینو حقوق تر کار لاندې دي او (۱۷۹۶۱۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

اطلاعیه!

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت هلمند به اطلاع ایتام، خانم های بیوه و معلولین ادارۀ قبلی می رساند که مساعدت های نقدی ربع اول ماهای (حمل، ثور و جوزای) سال مالی ۱۴۰۴ را به حساب های بانکی . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین برگزار شد

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین به ریاست ملا عبدالمجید آخند سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین با اشتراک مولوی عبدالرزاق آخند معین تخنیکی و مسلکی، شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه

فراخوان مشارکت دولتداری باز درباره جمع آوری موضوعات پیشنهادی اقشار مختلف جامعه جهت شمولیت در بنامه عملی ملی -3

 

بازگشت به اطلاعیه ها