دوه ورځنی ورکشاپ د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په وینا پای ته ورسېد

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۴ - ۹:۳۷
mmd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ له لوري د اړوند وزارت د شهیدانو او معلولینو چارو ۳۳ ولایتي آمرینو ته د وړتیا لوړونې او همغږۍ دوه ورځنی ورکشاپ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په وینا پای ته ورسېد.

په دې دوه ورځني ورکشاپ کې د وزارت د اړوندو برخو رییسانو له لوري ولایتي آمرینو ته په ولایاتو کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو ورکړې مېکانېزم، نویو معلولینو ته د کتابچو ورکړې پروسې، ډېتابېس، حقوقي چارو، جنډر برخې، مالي او اداري چارو او عامه اړیکو په اړه پرېزنټېشنونه وړاندې کړه. د دې ترڅنګ ولایتي آمرینو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ګروپي کار په بڼه د وزارت رهبرۍ سره شریکې کړې.

د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر سربېره د اړوندو همکارو ادارو (د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، عامې روغتیا وزارت، لوی څارنوالۍ، د نفوسو د ثبت ملي ادارې او د ملي امنیت عمومي ریاست استازو هم ګډون درلود.

ښاغلي آریوبي وویل، چې ۱۳۹۹ل کال د جلالتماب جمهور رییس له خوا د اصلاحاتو او ریفورم کال اعلان شوي دی او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ژمن دی، چې د همکارو ادارو په همکارۍ د شهیدانو د وارثینو او معلولینو په برخه کې هر اړخیز اصلاحات رامنځته کړي. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې یاد قشر ته رسېدنه یوازې د یوې ادارې مسولیت نه دی او د ټولو بنسټونو همکاري اړینه ده.

ښاغلي آریوبي وویل، چې په تېرو کلونو کې معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته نه یوازې دا، چې پاملرنه نه ده شوې، بلکې په مرکز او ولایاتو کې ځیني خپلسري اجراات ترسره شوي، چې دا پروسه یې له ستونزو سره مخ کړې وه. زیاته یې کړه، چې په دې اړه شواهد هم موجود دي.

ښاغلي آریوبي د معلولیت د تثبیت د صحي کمېسیون غړو څخه غوښتنه وکړه، چې د معلولینو د تثبیت په برخه کې له دقته او روڼتیا کار واخلي، تر څو مستحقو خلکو ته حقوق ورکړل شي. نوموړي عامې روغتیا وزارت، لوی څارنوالۍ، ملي امنیت، د نفوسو د ثبت پر ملي ادارې او ملي امنیت عمومي ریاست استازو غږ وکړ، چې د اسنادو په څېړنې، ارزونې او بیا کتنه کې خپله همکاري دوامداره وساتي، څو د جلالتماب جمهور رییس حکم تطبیق شي.

ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې په ولایاتو کې د اسنادو څېړنې او ارزونې د بایومتریک پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې وه، د اسناد د څېړنې له بشپړېدو وروسته باید په ټولو ولایاتو کې د بایومتریک پروسه عملا پیل شي.

ښاغلي آریوبي وویل، چې د درې سوه لس زره اسنادو له ډلې، اټکل کېږي، چې ۵۰۰۰۰ زره اسناد یې ستونزې لري او دا شمېره له سلو ۱۷ سلنه جوړوي. نوموړي زیاته کړه، د ناسمو اسنادو د مخنیوي له درکه به درې ملیارده افغانۍ سپما او هغو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته به ورکړل شي چې مستحق دي او پر وخت خپل حقوق نه ترلاسه کوي.

ښاغلي آریوبي وویل، چې معلولینو او د شهیدانو د حقوقو اړوند قوانین هم ستونزې لري او د دوی تر منځ یې تبعیض او نابرابري رامنځته کړې ده. د یادو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د معلولینو او شهیدانو د حقوقو قانون تعدیل شوی دی.
ښاغلي آریوبي وویل، چې د بایومتریک له تطبیق سره به د فساد او نورو غیر قانوني کړنو مخه ونیول شي، نوموړي په همکارو ادارو غږ وکړ، چې په دې برخه کې جدي همکاري وکړي. آریوبي زیاته کړه، چې په بانکي سکتور کې هم ستونزې موجودې دي عزیزي بانک سره د هوکړه لیک له مخې به ټول بانکي کارتونه له سره وکتل شي او هغه اسناد چې نیمکړي دي معطل او له بشپړېدو وروسته به بانکي کارت ورکړل شي.

ښاغلي اریوبي همدارنګه د محکمې له لوري د وثیقې پروسس زمانګیره وګڼه وویل، چې نظامیانو ته به د شهادت فورم ورکړل شي، تر څو خپل وکیل وټاکي او وارثین یې له حقوقو مستحق شي. نوموړي وویل چې د جلالتماب جمهور رییس د حکم له مخې به د بایومتریک پروسه د نفوسو د ثبت ملي ادارې سره په مشترکه توګه ترسره او د مالیې، دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سره به شریک ډېټابېس رامنځته شي.

د همکارو ادارو استازو په خپلو خبرو کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ وویل، چې په پوره ژمنتیا به کار وکړي، تر څو یاده پروسه بریالۍ او د جلالتماب جمهور رییس حکم په ښه توګه تطبیق شي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۶
Background image

امضای تفاهمنامه میان وزارت امور شهدا و معلولین و مؤسسه جمعیت کمک های انسانی

وزارت امور شهدا و معلولین به منظور خودکفایی اقتصادی ایتام و معلولین تفاهمنامۀ را با ارزش مجموعی (۱۷) هزار و (۸۳۳) دالر امریکایی با مؤسسه جمعیت کمک های انسانی امضأ نمود که بر اساس آن. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۲۲
Background image

جلسۀ آفرگشایی به منظور تهیه و تدارک دو نوع تیل مورد نیاز وزارت امور شهدا و معلولین برگزار گردید

جلسۀ آفرگشایی جهت تهیه و تدارک دو نوع تیل دیزل و پترول مورد نیاز وزارت امور شهدا و معلولین، در آمریت تدارکات این وزارت، تحت سرپرستی محترم مولوی سردار محمد حبیب رئيس خدمات، حفظ و مراقبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۹:۱۹
Background image

توزیع بسته های مواد خوراکی به (۵۰۰) خانوادۀ شهدا و معلولین در ولایت جوزجان

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت جوزجان به منظور تأمین نیازهای اولیه ایتام، خانم های بیوه و معلولین با همکاری یک مؤسسه خیریه برای (۵۰۰) خانوادۀ شهدا و معلولین بسته های کمکی را که شامل شش. . .

BACK TO NEWS