د شهیدانو اولادونو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمتونه او اسانتیاوې به زیاتې شي
د شهیدانو اولادونو او معلولیت لرونکو وګړو ته خدمتونه او اسانتیاوې به زیاتې شي
د منګلو ځوانانو مدني ټولنې مشرتابه غړو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
دې لیدنه کې د منګلو ځوانانو د ټولنې مشر ښاغلي عبدالرحیم منګل د ځوانانو پر همغږۍ، د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د ملي او نړیوالو بورسونو پر زیاتوالي او څرنګوالي، د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزو ته رسیدګي او د دولتي خدمتونو پر وړاندې کولو هر اړخیزې خبرې وکړې. ښاغلي منګل د ښاغلي لعل الدین آریوبي د کړنو ستاینه وکړه او د ولسي ملاتړ ډاډ یې ورکړ.
ښاغلي لعل الدین آریوبي د منګلو ځوانانو ټولنې فرهنګي او ټولنیز کارونه وستایل او ځوانان یې ددې هیواد ستره ملي پانګه وبلله. ښاغلي آریوبي د شهیدانو د کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د رسیدګي په موخه د وزارت پلانونه او برنامې ګډونوالو سره شریکې کړې. ښاغلي آریوبي د وثایقو څیړنه، د ون سټاپ شاپ یا له یوې کړکۍ د خدماتو وړاندې کول، د سستمونو جوړول، د پروسو ساده سازۍ، د بایو مټریک د پروسې چټکتیا او په دولتي ادارو کې د درې سلنه معلولیت لرونکو وګړو استخدام د وزارت مهم کارونه وبلل او د راتلونکي کال لپاره یې د مهمو برنامو یادونه هم وکړه.
