د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو اجراآتو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني یې ملتیا کوله، نیمروز ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شوو فعالیتونو او اجراآتو څخه په هر اړخیزه توګه بررسي ترسره کړه.
یاد پلاوي د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لخوا په تېر کال کې د مصرف شوې بودیجې څرنګوالی، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د وړاندې شویو خدمتونو بهیر او نورې چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې، شته ستونزې او ننګونې په نښه او د حل او ښې رسیدنې په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
