په ننګرهار ولایت کې (٢٩) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول
د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (٢٩) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل.
د مرستو د وېش پر مهال د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک یتیمانو او معلولینو ته د خیریه مؤسسې له لورې د ترسره شویو مرستو څخه قدرداني وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لا زیاتې مرستې برابرې کړې.
