په بلخ ولایت کې له (۸۰۰) تنو مستحقو کسانو سره مرسته ترسره شوه
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو شپږ ډوله بېلابېلې مرستې په منظم او عادلانه ډول ووېشلې.
دغه مرستې د مستحقو کورنیو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره ووېشل شوې، څو یاد قشر وکولای شي د روژې میاشتې په دې مبارکو ورځو کې له اسانتیاوو برخمن شي.
د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي جان محمد حکمت د یادې خیریه مؤسسې له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم له یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې دوام ومومي.
