په کندهار ولايت کې سلګونو تنو یتیمانو سره مرسته ترسره شوه
د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د همدرد خیریه مؤسسې په همکارۍ پر (۸۲۵) تنو یتیمانو باندې اختریزې ډالۍ او همداراز یو اندازه نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د وېش پر مهال د کندهار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو او د خیریه مؤسسې استازو شتون درلود.
په ورته وخت کې هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو یې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
