د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې په مرکز کې (۱۵۳) تنه یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۹:۴۲
mmd

په همدې موخه په جوړ شوي پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي نورالحق حقاني، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود، د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل خاموش د اچ، اچ، آر، ډي نړیوالې مؤسسې رئيس محترم عبیدالله فیصل او یو شمېر آمرینو او کارکوونکو ګډون کړی وو.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت پنځه میاشتې وړاندې د (۱۵۳) تنو یتیمانو او معلولینو لپاره د خیاطۍ، کمپیوټر، د برښنائي وسایلو د ترمیم، د مبایلونو، جنراتورونو، یخچالونو، موټر او د موټرسایکلونو د ترمیم برخو کې روزنیز پروګرامونه په لاره اچولي وو، چې د پروګرامونو له بشپړیدو سره سم یادو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول. 

د فني او حرفوي زده کړو د فارغ شويو کسانو په فراغت غونډه کې د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان د علم او پوهې لوړ ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: دا د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې نن یتیمان او معلولین د فني او حرفوي زده کړو څخه فارغېږي او دا فارغ شوي کسان به وکولای شي له دې عظیم فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره له اقتصادي اړخه په ځان بسیا شي، په ټولنه کې د کار او عزت خاوندان شي او د خپلو مهارتونو په کارولو سره به د خپلې کورنۍ لپاره حلال رزق او نفقه پیدا کړي.

نوموړي همداراز د دې پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې د مسؤلینو  او د فني او حرفوي زده کړو د استادانو له هڅو څخه هم قدرداني وکړه.

همداراز محترم مولوي کلیم الله افغان وویل: د ماليې محترم وزارت لخوا د اړتیاوو په پام کې نېولو سره د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته په روان مالي کال کې دولس میلیارده افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه، چې دا وزارت تر اوسه توانیدلی (۱۱) میلیارده او (۷۰۰) میلیونه افغانۍ د یو مشخص پروسیجر له لارې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنېو نغدي مساعدتونو په توګه د بانکي سیسټم له لارې د هغوی اکونټونو ته حواله کړي.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو ورثه ؤ معلولینو د پالنې مرکز رئیس محترم ملا رحمت الله خالد یتیمانو او معلولینو ته د فني او حرفوي زده کړو د روزنیز پروګرام د څرنګوالي په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: په هېواد کې له فتحې څخه وروسته، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې خدمتونه وړاندې کړي. نن هم د دې مرکز څخه (۱۵۳) تنه یتیمان او معلولین د اووه بېلابېلو حرفو څخه فارغ کېږي. فارغ شويو کسانو نه یواځې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره مهارتونه ترلاسه کړي، بلکې د ټولنې د خدمت کولو لپاره هم چمتو شوې دي.

په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مفتي عبدالاحد مسعود هم د اسلامي نظام پر ځانګړتیاوو هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه: په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت د لوی خدای جل جلاله یو عظیم احسان او شفقت دی، په دې نظام کې د ټولنې د اړمنو او بیوزله کسانو پالنه کېږي، عدالت تأمین شوی، او لازمه ده چې د دې نظام څخه هر اړخیز ملاتړ وکړو.

هغه له فارغ شوېو زده کړیالانو څخه وغوښتل تر څو له خپلو کسب شویو مهارتونو څخه د حلال رزق په پېداکولو کې ګټه واخلي او خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.

د دې پروګرام په دوام کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي فیصل خاموش هم د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رامنځته کیدو اساسي موخه یې د یتیمانو، کونډو او معلولینو اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وبلله او زیاته یې کړه: د وزارت رهبرۍ هڅه کوي تر څو یتیمانو او معلولینو ته د کاري فرصتونو زمینه برابره کړي او هغوی د کار او کسب خاوندان شي. 

نوموړي همداراز د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او وې ویل: یادې مؤسسې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سره په همغږۍ په روان کال کې نږدې (۵۰۰۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته په بېلابېلو برخو کې مرستې چمتو او وېشلې دي.

همداراز د دې روزنیز پروګرام د تمویل کوونکې مؤسسې رئیس محترم عبیدالله فیصل هم د اچ، اچ، آر، ډي مؤسسې د فعالیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه: له نیکه مرغه یاده مؤسسه په هېواد کې د زیات شمېر یتیمانو کفالت په غاړه لري او د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره په همغږۍ هغوی ته میاشتنۍ نغدي او خوراکي مرستې ویشي، هغه یادونه وکړه: یادې مؤسسې په روان کال کې (۵۸۵) تنو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه کړې ده.

د پروګرام په پای کې یاد شویو زده کوونکو ته د کسب او کار د پیل کولو په موخه اړوند تخنیکي وسایل او ابزار هم په واک کې ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

به (۱۵۰) تن افراد مستحق در وزارت امور شهداء و معلولین کمک های مواد خوراکی توزیع گردید

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای حمایت از خانواده های شهداء و افراد دارای معلولیت و رسیدگی به نیازهای اولیه آنان، به همکاری شماری از گردشگران خارجی برای (۱۵۰) تن ایتام، خانم های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۴:۰
Background image

به (۵۰۰) تن از افراد مستحق در ولایت کاپیسا کمک های مواد خوراکی توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کاپیسا به همکاری یک موسسه خیریه، به (۵۰۰) تن از ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت کمک های را که شامل شش قلم مواد خوراکی می شد، په گونۀ شفاف و. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۵۷
Background image

به منظور حمایت اقتصادی به صدها خانوادۀ مستحق در ولایت سرپل مساعدت توزیع گردید

ریاست امور شهداء و معلولین ولایت سرپل با همکاری مؤسسه حمایت اطفال، برای صدها خانواده شهداء و افراد دارای معلولیت، در راستای تقویت خودکفایی اقتصادی مبلغ بیشتر از (۴) میلیون و (۶) هزار. . .

BACK TO NEWS