د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه د دارالایتام څخه لیدنه وکړه
د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد نبي وهاج او ورسره مل پلاوي د حضرت سلمان فارسي رضي الله عنه د دارالایتام د زده کړه ئيز بهیر او يتيمانو ته د خدمتونو وړاندې کولو د څرنګوالي څخه لیدنه وکړه.
د دې ليدنې په ترڅ کې محترم مولوي محمد نبي وهاج وویل: د یتیمانو پالنه او کفالت یو الهي امر دی او د ټولنې د هر فرد مسؤلیت دی چې د یتیمانو سره مرستې ترسره، د هغوی ملاتړ او لاسنيوی وکړي او یتیمانو ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د یتیمانو هر ډول پالنې او ملاتړ ته ژمن دی.
هغه همداراز د چارو د لا ښه والي په موخه د دارالایتام مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او ورسره يې يوه اندازه نغدي مرسته هم ترسره کړه.