د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د ځان بساینې په موخه د بشري حقوقو مرستندویه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

یاد هوکړه لیک چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بهرنېو اړیکو او پلان رئیس محترم ملا صدو خان حق شناس او د بشري حقوقو مرستندویه مؤسسې د استازي محترم سیدال پژواک ترمنځ لاسلیک شو چې د هغې پر بنسټ به په کندهار ولایت کې شپېتو (۶۰) تنو د شهیدانو وارثېنو او معلولینو ته د ځان بساېنې په موخه د لوښو مینځلو مایع د تولید په برخه کې د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.
د دې پروژې ټوليز ارزښت پنځوس زره (۵۰۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې په کندهار ولایت کې به تطبیق شي.