د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د النصیر خیریه بنسټ لخوا پر زرو تنو معلولینو، کونډو او یتیمانو باندې د مرستو کڅوړې وویشل شوې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۸:۲۳
mmd

په هغه پروګرام کې چې په همدې موخه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې جوړ شوې وو، په هغې کې د یاد وزارت د ټولنیزو خدمتونو چارو رئیس ښاغلي مولوي ثنأالله فرقاني، د نوموړي وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش او همداراز د النصیر خیریه بنسټ ځینو مسؤلینو ګډون درلود.

 د دې پروګرام په ترڅ کې د النصیر خیریه بنسټ لخوا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ د مرستو (۱۰۰۰) کڅوړې چې په هغې کې ( کمپلې او البسه) شاملې وې، پر زرو تنو اړمنو یتیمانو، معلولیت لرونکو او کونډو باندې وویشل شول.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسؤل ښاغلي مفتي فیصل خاموش د پورتنیو مرستو د وېش پرمهال د یاد خیریه بنسټ  له مرستو څخه مننه وکړه، نوموړي همداراز  له نورو خیریه بنسټونو او مؤسسو څخه وغوښتل تر څو د دې بیوزله قشر (معلولینو، کونډو او یتیمانو) لاسنيوی وکړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۱
Background image

به (۲۵) تن از ایتام مستحق شهر کابل کمک های نقدی توزیع گردید

وزارت امور شهداء و معلولین به همکاری یک شهروند آلمانی برای (۲۵) تن از ایتام نواحی مختلف شهر کابل برنامه آموزش های فنی و حرفوی را در بخش های خیاطی، نجاری، ترمیم موبایل و بخش های دیگری. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۵
Background image

توزیع کمک های مواد غذایی برای (۴۵۰) تن ایتام مستحق در وزارت امور شهداء و معلولین

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور حمایت از خانواده‌های شهداء، رسیدگی درست به نیازهای روزمره آنان و فراهم‌سازی زمینه زندگی بهتر برای قشرهای آسیب‌پذیر جامعه، با همکاری مؤسسه بین المللی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین با رئیس عواید شاروالی ملاقات کرد

محترم مولوی کلیم‌الله افغان رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین، با محترم مفتی شرافت رئیس عواید شاروالی ملاقات نمود که در جریان این دیدار، محترم مولوی محمد امین درویش. . .

BACK TO NEWS