د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت با صلاحیته پلاوي د یو لړ سفرونو په ترڅ کې د دغه وزارت له اړوند ریاست څخه په بلخ ولایت کې ارزونه وکړه

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۷ - ۱۱:۹
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوي چې په کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان، د داخلي تفتیش رئیس مولوي احسان الله حقاني، د معلولینو چارو رئیس مولوي عبدالنافع منتفع او همدارنګه د ارزونې او څارنې ریاست استازی هم شامل دی، د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ټولې کړنې او فعالیتونه یې په هر اړخیز ډول وڅیړل.

د ارزونې با صلاحیته پلاوي یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو  ته د حقوقو او امتیازاتو د ورکړې پروسې ټولې چارې وڅیړلې او ټینګار یې وکړل چې د دې اغیزمنې ډلې حقوق او امتیازات دی پر وخت ورکړل شي.

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ارزونې په ترڅ کې د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د یتیمانو او معلولینو د اړتیاوو په پام کې نیولو سره په ۱۴۰۱ کال کې د مالیې وزارت ته د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا وړاندیز شوې بودیجه   ۹۸ سلنه منظور شوې، په داسې حال کې چې د هېواد د نورو دولتي څانګو بودیجه تر ټولو ټیټه فیصدي ده.

نوموړي همدا راز په ډاګه کړه، چې اسلامي امارت د پخواني نظام او اوسني حکومت یتیمانو او معلولینو ته د حقوقو او امتیازاتو ویش د دغه وزارت په  طرزالعمل او قانون کې له توپیر پرته شامل کړي دي، او ټینګار یې وکړ چې د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مکلفیت او مسؤلیت لري چې نوموړي ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه په چټکه او شفافه توګه مصرف کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو  عمومي رئیس سره راغلي پلاوي د معلولینو او یتیمانو د تثبیت په پروسه کې د روڼتیا د معلومولو او همدارنګه د طرحې سره سم د هغوی د حقوقو د ورکړې په برخه کې له  یو شمېر یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو سره له نږدې وکتل او د هغوې څخه یې د شهیدانو وارثینو او معلولینو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي  په اړه پوښتنې وکړې.

دغه راز د داخلي تفتيش رئيس مولوي احسان الله حقاني او د معلولينو چارو رئيس مولوي عبدالنافع منتفع هم مراجعينو ته د غوره او معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

د بلخ ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي جان محمد حکمت خبرې وکړې او زياته يې کړه: په مزارشريف كې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت اړوند ریاست د دغه وزارت ټول هدایتونه د وزارت د کړنلارې او لارښوونو سره سم عملي کوي، نوموړي همدا راز ژمنه وکړه، چې یاد ریاست ته ځانګړې شوې بودیجه به په شفافه او منظمه توګه مصرف شي.

په پام کې ده چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مل پلاوی به د جوزجان، سرپل او کندز په ولایتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو رياستونو څخه هم ارزونه ترسره کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۱۵
Background image

توزیع کمک های مواد غذایی برای (۴۵۰) تن ایتام مستحق در وزارت امور شهداء و معلولین

وزارت امور شهداء و معلولین به منظور حمایت از خانواده‌های شهداء، رسیدگی درست به نیازهای روزمره آنان و فراهم‌سازی زمینه زندگی بهتر برای قشرهای آسیب‌پذیر جامعه، با همکاری مؤسسه بین المللی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۷
Background image

رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین با رئیس عواید شاروالی ملاقات کرد

محترم مولوی کلیم‌الله افغان رئیس عمومی مالی و اداری وزارت امور شهداء و معلولین، با محترم مفتی شرافت رئیس عواید شاروالی ملاقات نمود که در جریان این دیدار، محترم مولوی محمد امین درویش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

امضای تفاهمنامهٔ همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و مؤسسه بین‌المللی (HHRD)

وزارت امور شهداء و معلولین، به‌ منظور حمایت و رسیدگی به نیازمندی های خانوادهای شهداء و افراد دارای معلولیت، تفاهمنامهٔ همکاری را با مؤسسه خیریه (HHRD) به ارزش مجموعی بیش از یک میلیون و. . .

BACK TO NEWS