د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته به چمتو شوي کورونه وويشل شي

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۹:۲۳
jh

د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته به چمتو شوي کورونه وويشل شي

نن شنبه د وري ۲۸مه، د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي د ښار جوړولو او ځمکو وزیر محمود کرزي سره وکتل؛ د شهیدانو ورثې او معولیت لرونکو وګړو ته د ځمکو ورکړې، استخدام او اسایشګاوو جوړولو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په پيل کې ښاغلي فاروقي وویل، چې ځینو معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو ورثې ته پخوا د کورونو لپاره ځمکې وېشل شوې وې، خو د نامناسب موقعیت او د ناسم تشخيص له امله یې مطلوبه پايله نه ده ورکړې او دغه قشر لا هم د سرپناه له شدیدې ستونزې سره مخ دی.

د نوموړي په غوښتنه، چې په هر استوګنيز اپارتمان کې دې د ياد قشر لپاره د اووه سلنه ونډې سره سم برخه ورکړل شي.

نوموړي د هغه فرمان يادونه هم وکړه، چې جمهور رییس پکې اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې وه، چې د معلولینو او شهیدانو ورثې ته په ولایتونو کې د اسایشګاوو او کورونو جوړولو په موخه تیپیکې نقشې جوړې کړي.

همدارنګه ښاغلي فاروقي په ولايتونو کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت څانګو د دفتري تعميرونو لپاره د ځمکو نشتون ستونزه شريکه کړه او د هر ولايت په مرکز کې يې ترېنه د ځمکو ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزیر ښاغلي محمود کرزي د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره د کورونو ورکړه ډېر اړين وګڼل وويل: که څه هم د بودجې د کمښت له کبله یاد قشر ته د تیارو کورونو د ورکړې مسله په اوس وخت کې ستونزمنه ده، خو بيا هم د ځمکو د وېش په پرتله د شهيدانو ورثې او معلولينو ته د ځمکو ویشل مناسب کار دی، ځکه چې دا بې وسه قشر يې بيا د جوړولو توان هم نه لري.

ښاغلي کرزي څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به په کندهار کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو لپاره (۲۰۰۰) کورونه وويشل شي او دا لړۍ به د مرکز کابل په ګډون په ټولو ولايتونو کې هم دوام ولري.

نوموړي د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د ولايتي دفترونو لپاره د ځمکو او ځای ورکړه ومنله او په دې برخه کې يې د لازمو اجرااتو د ترسره کيدو ژمنه وکړه.

ښاغلي کرزي ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې به د شهيدانو ورثې او معلولينو له ټاکل شوې ونډې سره سم استوګنیزې نمرې نښاني، سړکونه او نورې اسانتیاوې به یې ترتیب او تر رغولو ورسته به يې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت سره په همغږۍ د ويش بهير پيل شي.

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۵۶
Background image

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین از خدمات ارزنده مؤسسه بین المللی (HHRD) تقدیر بعمل آورد

محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند وزیر امور شهداء و معلولین به پاس خدمات شایسته به ایتام، خانم های بیوه و افراد دارای معلولیت،هماهنگی مؤثر و همکاری دوامدار با این وزارت، به محترم قاری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۴
Background image

تفاهمنامۀ همکاری میان وزارت امور شهداء و معلولین و مؤسسه زندگی برای آسایش و ترقی امضاء گردید

وزارت امور شهداء و معلولین در راستای حمایت اقتصادی از خانواده های ایتام، تفاهمنامۀ همکاری را به ارزش مجموعی (۲۴) هزار و (۴۶۵) دالر با مؤسسه زندگی برای آسایش و ترقی(LRD) امضاء کرد که بر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۹:۱۹
Background image

کارکردها و فعالیت های یکسالۀ ریاست امور شهداء و معلولین ولایت کندز مورد بررسی قرار گرفت

به منظور بهبود اجراآت و بررسی از چگونگی ارایه خدمات به موقع و شفاف به خانواده های شهداء و معلولین، هیئت وزارت امور شهداء و معلولین تحت ریاست محترم مولوی محمد انور برادر رئيس تفتیش داخلی. . .

BACK TO NEWS