تحصیلي- خبرتیا !

sadiq_admin
sd

تحصیلي- خبرتیا !

د شهیدانو محترم وارثین او د کورنۍ غړي، چې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت اسناد ولري، خبر ورکول کېږي چې د کامګار تخینکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت د (۴۰۰) وړیا تحصیلي برسونو، چې هوکړه لیک یې پخوا د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سره لاسلیک کړی و، د اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ژورنالیزم او انګلیسي ادبیاتو په څانګو کې د روانې میاشتې تر ۲۹مې نېټې پورې نوملیکنه وکړي.

پر همدې بنسټ، که د شهیدانو د کورنیو غړې په یادو څانګو کې د تحصیل لېوالتیا لري، له خپلو لاندېنیو اسنادو سره د ژر تر ژره د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ته مراجعه وکړي:

۱. د شهادت کتابچه

۲. د دولسم ټولګي بری لیک

۳. د پېژندپاڼې کاپي

۴. څلور قطعې عکسونه

یادونه: پورته ذکر شوي اسناد له را ټولونې او ارزونې وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د بهزیستي ریاست له لوري په شرایطو د برابرو کسانو نوملړ د رسمي مکتوب له لارې د کامګار انستیتیوت ته، د کانکور د ازموینې لپاره ور پېژندل کېږي.

د شهیدانو کورنیو درنو غړو!!! څرنګه چې کامګار د تخینکي او مسلکي زده کړو انستیتیوت د روانې میاشتې(وږې۳۰)مه، د کانکور ازموینه اخلي؛ نو که په یادو څانګو کې له زده کړو سره لېواتیا لرٍئ، له دې فرصت څخه ګټه واخلئ او ژر تر ژره مو اسناد وزارت ته راوړئ.

پته: د کابل هوايي ډګر عمومي سړک، د قلعه حیاط تمځی، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د بهزیستي ریاست.

آخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۵۳
Background image

اطلاعیه!

ریاست امور شهدا و معلولین ولایت هلمند به اطلاع ایتام، خانم های بیوه و معلولین ادارۀ قبلی می رساند که مساعدت های نقدی ربع اول ماهای (حمل، ثور و جوزای) سال مالی ۱۴۰۴ را به حساب های بانکی . . .

دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۲:۵۷
Background image

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین برگزار شد

نشست شورای رهبری وزارت امور شهدا و معلولین به ریاست ملا عبدالمجید آخند سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین با اشتراک مولوی عبدالرزاق آخند معین تخنیکی و مسلکی، شیخ صاحب عبدالحکیم حقانی معین . . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۳۲
Background image

اطلاعیه

فراخوان مشارکت دولتداری باز درباره جمع آوری موضوعات پیشنهادی اقشار مختلف جامعه جهت شمولیت در بنامه عملی ملی -3

 

بازگشت به اطلاعیه ها