د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ترسره شویو کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه

asad_admin
Wed, Nov 04 2026 2:21 PM

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د ریاست کارکوونکو هر یوه محترم محمد یاسین ادیب او محترم امید رحماني يې ملتیا کوله، کندهار ولایت ته یې د سفر پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په تېر مالي کال کې د ترسره شوو کړنو او فعالیتونو، همداراز یتیمانو، کونډو او  معلولینو ته د وړاندې شویو خدمتونو له څرنګوالي څخه په هر اړخیز ډول بررسي ترسره کړه، د مصرف شوې بودجې څرنګوالی، د تثبیت او ثبت پروسه او همداراز یو شمېر نور موضوعات یې له نږدې بررسي کړل، شته ستونزې او ننګونې په نښه کړې د حل او ښې رسیدنې په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د کورنۍ پلټنې دغه پلاوي د پنجوایي او ژیړی په ولسوالیو کې د شهیدانو یو شمېر کورنیو سره هم له نږدې وکتل، د وړاندې شویو خدمتونو په هکله یې د هغوی نظرونه وپوښتل، ستونزې او غوښتنې واوریدې او د ښې رسیدنې په برخه کې د ریاست کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Thu, Jul 29 2021 11:52 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ رهبریتی بوییچه مجلیس اوتکزدی

شنبه ۱۲ سرطان آیی ۱۴۰۰ ییل

   پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری رهبریتی ده مجلیس اوتکزدی.

     بو مجلیس ده شهدا و ناگرانلر نینگ اسنادلری نی تطبیق و برسی قیلیش،. . .

BACK TO NEWS