د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د حج سهمیې د وېش په موخه قرعه کشۍ ترسره شوه
د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو شمېر شهیدانو د ورثه وو لپاره د حج د سهمیې د قرعهکشۍ پروسه په بشپړ شفافیت سره، د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي باقيبالله فضلي او د متقاضیانو په حضور کې ترسره شوه.
د یادې قرعهکشۍ په پایله کې (۱۲) تنه مستحق کسان بریالي اعلان شول.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د شهیدانو د ورثه وو ترمنځ د حج د اداء کولو لپاره د ورکړل شوې سهمیې د عادلانه وېش په موخه قرعهکشۍ ترسره شوې وې.
