په کندهار ولایت کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو شبکه فعاله شوه
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ، د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کلي کې د یتیمانو او معلولینو د کورنیو لپاره د پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د پاکو اوبو دغه شبکه چې څاه یې (۱۵۰) متره ژوروالی لري، د (۵۰۰) لیټره اوبو زېرمې، ۱۶ دانو سولري هندارو او د اوبو د پایپونو له ټولو اړینو وسایلو سره جوړه شوې ده.
د څښاک پاکو اوبو د شبکې له فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو او په ځانګړي ډول یتیمانو او معلولینو خپله خوښي څرګنده کړه او د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ترڅنګ یې د یادې مؤسسې له همکاریو څخه مننه وکړه.
