د سولې په پروسه کې دې د جګړې قربانیانو غږ واوريدل شي

sadiq_admin
Thu, Apr 15 2021 9:59 AM
ds

د سولې په پروسه کې دې د جګړې قربانیانو غږ واوريدل شي

نن چهارشنبه د وري په ۲۵مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي، د ملي پخلاينې عالي شورا مرستيالې زهرې مطهر احمدزۍ، د بشري حقونو خپلواک کميسيون کميشنرې بنفشه یعقوبي، د بشر حقونو  سازمان رئيس او د شهيدانو ورثې او معلولينو استازو، په سیپیدار ماڼۍ کې د سولې په هکله د جګړې قربانيانو د نظرونو اخيستلو ناسته کې ګډون وکړ او د سولې په تړاو يې خپل نظرونه، غوښتنې او وړانديزونه ور سره شريک کړل.

 په پيل کې، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیالې آغلې زهرې مطهر احمدزۍ خبرې وکړې او د سولې پروسه کې يې د جګړې قربانیانو استازو پر ګډون ټينګار وکړ.

همدا راز اغلې احمدزۍ د جګړې پای د افغانستان د خلکو اتحاد او پيوستون پورې تړلی وګاڼه او پر ټولو افغانانو یې غږ وکړ، چې په يو ټغر را ټول شي او د جګړې پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړي.

ورپسې د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي خبرې وکړې. روانه جګړه يې ناروا او تحميلي وګڼله او دوام يې د منلو وړ ونه باله.

ښاغلي فاروقي څرګنده کړه، چې د افغانستان خلکو د جنګ له امله سترې قربانۍ ورکړې دي او نور د جنګ له دوام څخه ستړي شوي دي. اوس اړتیا ده چې له واقعي فرصتونو څخه په ریښتیني توګه د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره ګټه واخيستل شي.

ښاغلي فاروقي د سولې په پروسه کې د جګړې د قربانيانو رول کمرنګه وښوده او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې بايد د جګړې د قربانیانو غږ واوريدل شي.

هغه زیاته کړه، چې هغه سوله چې د خلکو په ارادې او غوښتنو پر بنسټ رامنځته کېږي، په هغې کې د ټولو افغانانو عزت، خپلواکي، یووالی او سرلوړي نغښتي دي.

همدارنګه نوموړي په افغانستان کې د سولې په اړه د ملي او نړیوالې اجماع رامینځته کيدو ته اشاره وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې نوره دا روانه جګړه پای ته ورسیږي او نور هېڅ افغان د جنګ قرباني نه شي

د هغه په وينا، چې سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او په دې تړاو يې د افغان دولت او متحدينو له هڅو هم ستاينه وکړه.

 د ناستې په اوږدو کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون کمیشنرې بنفشې یعقوبي د جګړې قربانیانو پر وړاندې د پرتو ستونزو او ننګونو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د جګړې د قربانیانو، د شهیدانو وارثینو او معلوليت لرونکو وګړو پر وړاندې زموږ نظر بايد د واقعیتونو پر بنسټ وي؛ نه د ترحم او مهربانۍ له مخې.

د هغې په خبره، چې د ټولنې ياد قشر مظلوم او بې ځواکه نه دی؛ بلکه د يو لړ محدودیتونو لرونکی دی.

په پای کې د جنګ قربانيانو استازي د شته ستونزو او ننګونو بیانولو تر څنګ، د سولې په پروسه کې د خپلو نظرونو، مشورو او وړانديزونو د اوريدلو غوښتونکي شول.

Latest news

Tue, Aug 10 2021 9:16 AM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری  وزارت  مالی واداری ریاست لوازیمنی  تعیین‌له‌دی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری،ملی شورا نینگ اعضالری،جمهوری ریاست وکیلی، وزارت ایشچیلری و باشقه‌لر ضیاالحق فضلی‌نی مالی واداری سرپرست  ریاست لوازیمیگه  تعین‌له. . .

Wed, Aug 04 2021 10:01 AM
Background image

سرپرست وزارت امور شهدا و معلولین از شعبات و دفاتر کاری وزارت دیدن نمود

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت ایشچیلری بیلن اوچرشدی.

     پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری وزارت نینگ ایشچیلری بیلن اوچرشیب اولرنینگ قیینچیلیک و. . .

Mon, Aug 02 2021 1:49 PM
Background image

شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی دولت‌میز نینگ بیر تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشدی

پوهنمل حمیدالله فاروقی شهدا و ناگرانلر نینگ سرپرست وزیری خانم سیما غنی افغانستان تحقیقات‌چیسی بیلن اوچرشیب شهیدلر ورثه سی و ناگرانلر تورمیش طرزینی حقیده تولیق بحث لشدی.

فاروقی جنابلری. . .

BACK TO NEWS