د بدخشان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور

content_admin
mmd

د بدخشان ولایت د نظامي او ملکي شهیدانو او معلولینو د ۱۳۹۹کال د حقوقو ورکړې راپور
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ د بدخشان ولایت نظامي او ملکي معلولینو ته د ۱۳۹۹ کال حقوقو ورکړه پیل شوې ده.
د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د راپور پر اساس د دې ولایت اړوند (۲۳۶۹) نظامي شهیدانو د شپږو میاشتو حقوقو د دوی بانکي حسابونو ته لېږدول شوي دي او (۱۵۰۸۱۶۹۵۰) افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱۳۱۳) شهیدانو د حقوقو ورکړې کار په جریان کې دی او ژر به یې بانکي حسابونو ته واستول شي. دوی ته (۳۰۴۴۳۷۹۵۰) افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې ده.
(۴۷۸) تنو نظامي معلولینو د شپږو میاشتو حقوق ترلاسه کړي دي او دوی ته (۳۱۰۵۲۸۸۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې وه. د پاتې (۱۶) معلولینو حقوق هم تر کار لاندې دي، چې بشپړېدو سره به یې حقوق بانکي حسابونو ته انتقال شي. دوی ته (۳۲۹۲۴۸۸۱) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې ده.
د (۱۲۲۵) ملکي شهیدانو د حقوقې په ورکړې کار روان دي او د یو کال لپاره ورته (۷۲۰۰۰۰۰۰) افغانۍ بودیجه پام کې نیول شوې ده. همدارنګه (۶۱۷۳) معلولینو ته د یو کال لپاره (۲۷۷۷۸۵۰۰۰) افغانۍ بودیجه ځانګړې شوې، چې د کاری پروسې له بشپړېدو سره به خپل حقوق ترلاسه کړي.

خبرتیاوې

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۴
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روان ۱۴۰۵ مالي کال د بودجې له منظورېدو سره سم، په ټول هېواد کې د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بانکي سیسټم له لارې د لومړۍ ربعې د . . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۷
Background image

خبرتیا!

د شهیدانو ورثه ؤ او معلولینو د پالنې مرکز، چې په کابل ښار کې موقعیت لري، په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ.ل کال په لړ کې د یتیمانو، معلولینو او د معلولیت لرونکو وګړو اولادونو لپاره په لاندې . . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۸:۴۹
Background image

خبرتیا!

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د تیرې ادارې د وژل شویو نظامي عسکرو پاتې یتیمانو، کونډو او همداراز د تېرې ادارې نظامي معلولینو ته خبر ورکوي چې د ۱۴۰۴ مالي کال د لمړۍ ربعې . . .

Back to announcements