معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د برېښنایي تذکرو ځانګړی مرکز جوړېږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۳ - ۹:۴۶
MMD

معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته د برېښنایي تذکرو ځانګړی مرکز جوړېږي

د معلوماتو او مرکزي احصایې د ملي ادارې مرستیال عبدالباري یوسفي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره وکتل.
ښاغلي یوسفي وویل، چې د معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو د وارثینو ستونزو ته په کتو او د دې وزارت په همکارۍ به دغه قشر ته د برېښنایي تذکرو د وېش په موخه کابل ښار کې ځانګړی مرکز پرانیزي. یوسفي زیاته کړه، چې له دې چارې یې موخه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د برېښنایي تذکرو په وېش کې د اسانتیا او چټکتیا رامنځته کول دي او دا مرکز به په ټولو اړینو امکاناتو سمبال وي.
ښاغلي آریوبي د احصایې د ملي ادارې له دغه ګامه د مننې تر څنګ وویل، چې یاد قشر ته د برېښنایي تذکرو د ځانګړي مرکز پرانیستل یوه جدي اړتیا ده او باید د رامنځته کولو چارې یې باید ژر پیل شي.
ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې دغه قشر ته د برېښنایي تذکرو وېش له دې کبله هم مهم او ضروري دی، چې په ۱۳۹۹مالي کال کې د حقوقو د ورکړې پر مهال د برېښنایي تذکرو لرونکو شهیدانو وارثینو او معلولینو ته لومړیتوب ورکول کېږي. هیله من یو، چې تر ۱۳۹۹ کال پورې ډېر شمېر معلولین او د شهیدانو وارثین برېښنایي تذکرې ترلاسه کړي.
ښاغلي آریوبي یادونه وکړه، چې په نوي جوړېدونکي مرکز کې دې معلولیت لرونکو وګړو ته د رمپ، ویلچیر او نورې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS