د بایومتریک تطبیق او د الیکترونیکي تذکرو د ویش په پروسه کې به اسانتیاوې رامینځته شي

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۹:۳
mmd

د بایومتریک تطبیق او د الیکترونیکي تذکرو د ویش په پروسه کې به اسانتیاوې رامینځته شي!

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ښاغلي احمد جاوید رسولي سره وکتل. په دې ناسته کې ښاغلي آریوبي د کابل ښار او نورو ولایتونو د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د بایو مټریک او بریښنایي تذکرو د ویش پر چټکتیا، په ټولو مرکزونو کې د رمپ او اړوندو اسانتیاو برابرول او د یادې ادارې او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت تر منځ د همغږۍ، تخنیکي ملاتړ، معلوماتو د تبادلې او نورو اړینو همکاریو غوښتنه وکړه. ښاغلي آریوبي وویل: د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په لنډه موده کې د یاد قشر د بایومټریک لپاره مهم او ګټور کارونه ترسره کړي چې له امله یې د حقوقو په ورکړه کې شفافیت رامینځته شوی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ښاغلي احمد جاوید رسولي په کابل او نورو ټولو ولایتونو کې د بایومتریک پروسې او الیکترونیکي تذکرو د ویش پر چټکتیا د ټینګار تر څنګ وویل، دا مهال د میاشتې اتیا زره کسانو ته تذکرې توضیع کوو او د نوي مامورینو په استخدام سره به دا پروسه لا چټک شي.
ښاغلي رسولي زیاته کړه، د بایومټریک تطبیق، د سیستمونو اتصال او د پروسو ساده سازۍ به د شهیدانو د وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ستونزې حل کړي او روڼتیا به رامینځته شي. ښاغلي رسولي ژمنه وکړه چې د روان کال ترپایه پورې به ټول معلولیت لرونکي وګړي او د شهیدانو وارثین بایومټریک شي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS