په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل ترمیم، نجارۍ او نورو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو یو کلن پروګرام پيل کړی دی، چې د هرې مياشتې په پيل کې هغوی ته د پوهاوي یو ورځنی سیمینار هم په لاره اچول کېږي نن هم د پوهاوي سیمینار ترڅنګ هغوی سره یوه اندازه نغدي مرسته ترسره شوه.
یتیمانو ته د نغدي مرستو وېش او ښوونیز سیمینار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رياست استازي هم شتون درلود.
