د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو کسانو د خوراکي توکو وېش
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د لومړنيو اړتياوو د پوره کولو په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو، معلولینو او بېوزله هېوادوالو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې او درې ډوله نور خوراکي توکي هم شامل وو. د مرستو د وېش پر مهال د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي علاؤ الدين سعد، د څارنې او ارزونې ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.
